د روسیې د امنیت شورا مرستیال ادعا کړې، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د افغانستان د سرپرست حکومت د تېر څه کم یو کال مبارزه د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې له شل کلنې مبارزې څخه اغیزناکه وه. روسي رسنیو د دیمیتري مېدودېف په حواله لیکلي، چې امریکا غوښتل، هیرویین له افغانستانه روسیې او نورو هېوادونو ته صادر کړي.
































