د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال پر مهال ۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې ۳ میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال پر خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو کچه راټيټه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس محمد وزیر حامد وايي، چې په روان زېږدیز کال کې تر ۵ کلنۍ کم عمره ۸۷۵ زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ، ۲.۳ میلیونه نور د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ او همدارنګه ۷۹۰ زره میندې هم پر خوارځواکۍ اخته شوې دي. روغتیاپالان بېوزلي، روغتیايي مراقبت ته نه پاملرنه او د ماشومانو، نه واکسینېدل پر خوارځواکۍ د اخته کېدو مهم لاملونه بولي.
































