د میدان وردګو ولایت د نرخ او جغتو ولسوالیو د ودانیو لپاره د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال عبدالله مختار وايي، چې د هېواد په کچه د ۲۰ ولسوالیو لپاره ودانۍ جوړیږي چې له دې جملې څخه د دوو ولسوالیو لپاره په دغه ولایت کې ودانۍ په پام کې نیول شوي، چې په درېیو پوړونو کې به ورغول شي. د میدان وردګو ولایتي چارواکي د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدامه خوښي ښيي او له ورغلو مسوولینو یې غوښتي، چې په دغه ولایت کې د یو شمېر نورو ولسوالیو ودانیو چې جوړولو ته اړتیا لري ځانګړی پام وکړي. میدان وردګ د مرکز په ګډون ۹ اداري واحدونه لري چې له ډلې یې جغتو، نرخ، دایمیرداد او جلریز ولسوالۍ د اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره معیاري ودانۍ نه لري.
































