د پاکستان په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کورونو د چاپې اچولو پېښې زیاتې شوې دي. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په سند ایالت کې د دغو چاپو پر مهال افغان ښځې او ماشومان هم نیول کېږي. په سند ایالت کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ویلي، دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده. د پاکستان په کراچۍ کې د بشري حقونو مدافعانو ویلي، چې دوی د کډوالو لپاره د توقیف جوړو شویو مرکزونو ته نږدې اړولي، چې د افغان کډوالو مرسته وکړي، خو پولیسو د دوی مخه نیولې او دغو مرکزونو ته یې نه پرېږدي. منیزې کاکړ ویلي، په ځینو مواردو کې هغه ماشومان هم نیول شوي، چې په پاکستان کې زېږېدلي خو د هویت کوم سند نه لري او دغه ماشومان له میندو او پلرونو بېل کړای شوي دي.
































