د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له ژمي مخکې د افغانستان لرو پرتو سیمو کې اړمنو ته د خوړو او نورو توکو د رسونې لپاره ۴۰۰میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې ژمي ته یوازې څو اونۍ پاتې او اړتیا ده چې لرو پرتو سیمو ته پر وخت مرستې ورسول شي. دغه پروګرام دغه راز له پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو افغان کډوالو دوضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. د یاد سازمان په وینا، په داسې حال کې چې ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کومه پیدا کوي، له پاکستانه د افغان کډوالو ستنول هم په چټکۍ سره روان دی. افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال هارالډ منهارډټ له خپلو مالي تمویلوونکو د مرستې غوښتنې کړې، څو په وینا یې، بېرته راستنېدونکو سره مرسته وکړي.
































