د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یونیسف له لوري د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ رغیزو پروژو چارې پیل شوې. دغه پروژې به مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، په یادو پروژو کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړول او ۱۰ ښوونځیو ته په لمریزه برښنا سمبال د ژورو څاهګانو کېندنه، د لاس مینځلو ځایونو، کانکریټي کثافتدانیو او تشنابونو جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو له جوړېدو سره به د ۶۰۰ زدهکوونکو د سرپناه ستونزه هواره شي، ۳۰۰ ښوونکو او شاوخوا ۸ زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظالصحې اسانتیاوې برابرې شي.
































