د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی او شریکانو یې د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې هره ورځ په تورخم او سپین بولدک کې له پاکستانه ۴۵۰۰ راستنو شویو ته روغتیايي مرستې برابرې کړې دي. دغې ادارې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د جبري ایستلو د بهیر له پیل سره، پر دغو دوو دروازو د راستنو شویو لویې جوپې لیدل شوې دي. د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له غوښتنو سره- سره پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج پروسه نه ده ځنډولې. پاکستان مخکې اعلان کړی و، چې یو میلیون او اووه سوه زره بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.
































