ملي دفاع وزارت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ددغه ډلې خوشي شوي زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، افغان حکومت پر ژمنو عمل کړی دی، د طالبانو زندانیان یې خوښي کړي دي، اورکم یې مراعات کړی دی او بین الافغاني خبرو ته یې بشپړ تیاری نیولی دی، خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي. خالد وایي طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې ددغه ډلې بریدونه د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل، دوی سولې ته تیار دي، خو تر څنګ یې د سولې لپاره جګړې ته هم ادامه ورکوي. خالد د طالب زندانیانو په اړه دا هم وویل چې ددغه ډلې خوشي شوي بندیان بېرته د جګړې لیکې ته ستانه شوي دي او ان ځینې یې وژل شوي هم دي.
































