د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په زلزله ځپلیو سیمو کې د کورونو جوړول په چټکۍ سره روان دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو معین او د هرات ولایت مرستیال وايي چې د سوداګرو او خیریه بنسټونو په همکارۍ د زلزله ځپلیو لپاره د ۱۲۰۰ کورونو جوړل په چټکۍ سره روان دي. نوموړي زياته کړې، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
































