د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د ياد وزارت سرپرست په مشرۍ ایران هېواد ته تللي پلاوي د دغه هېواد د توانیر شرکت له عمومي رییس سره کتلي. په دې لېدنه کې ایراني لوري د برېښنا او اوبو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې. دغه وزارت لیکلي، دواړو لورو د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د تخنیکي مسوولینو تر منځ د ناستو پر دوام هم ټینګار کړی.
































