په کندهار کې د پنبې کروندګر وايي، سږ کال د نباتي مرضونو له کبله د پنبې حاصلات کم شوي دي. دوی د سرپرست حکومت له چارواکو څخه غوښتنه کوي، چې پاتې حاصلاتو ته یې بازار پیداکړي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د پنبې پراخ کښتونه شوي، چې د تېر کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاته کرل شوې او د شاوخوا لس زره ټنه حاصل اټکل یې شوی دی. د کندهار یو شمېر کروندګر وايي، چې پنبه یې زیاته کرلې، خو د مرضونو له امله یې په حاصل کې کموالی راغلی. په ورته حال کې د کندهار د صنعت او معادن خونې مسوولین وايي، د دغه ولایت پنبه په ۳۳ فابریکو کې پروسس کېږي، چې یوازې تېر کال ۶۰۰ زره ټنه پنبه پروسس شوې او د خالصې پنبې تر څنګ ورڅخه غوړي او د حیواناتو خوراکه هم لاس ته راغلې. د ده په وینا کندهار په دې برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
































