وغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۸۳۴ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۲۰۱ هغو پایله مثبته وه، له دې سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۲۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۲۱ کسان مړه شوي هم دي چې ورسره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱۲۱۱ ته پورته شوی دی. د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني وایي، که څه هم د کرونا وبا مثبتې پېښې کمې شوې دي خو وضعیت لا هم بحراني دی. هغه د خپلو خبرو پر دوام له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د تېر اختر اشتباه دې نه تکراروي او په غټ اختر کې دې د یادې وبا د پراختیا مخنیوي په موخه قرنطین په سمه توګه مراعات کړي.
































