بغلان ولایت ته له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال له حکومت، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو غواړي، چې د دوی لاسنیوی وکړي. د راستانه شویو کډوالو په خبره پاکستاني پولیسو یې ټولې شتمنۍ ظبت کړي او هېواد ته یې تش لاس راستانه کړي دي. ورته مهال د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین او عام خلک له تازه راستانه شویو کډوالو سره د هر ډول مرستو ډاډ ورکوي. راستانه شوي کډوال وايي، سوړ ژمی په رارسېدو دی، خو نه سرپنا لري او نه هم د خوړو لپاره کوم بل څه او په خبره یې اړینه ده، چې په داسې ستونزمن حالت کې یې حکومت، خیره بنسټونه او عام ولس لاسنیوی وکړي.
































