روغتیا وزارت وايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د روغتیايي برخې کارکوونکو ظرفیت لوړول پیل کړي دي. د دغه وزارت د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا مشر ډاکتر عبدالجبار حيدر وايي چین ورسره د متخصصینو په روزنه کې مرسته کوي. نوموړی وايي، په ټولو ولایتونو کې د ټريننګونو د اړتیا تر سروې وروسته یې عملي کار پيل کړی. د ډاکتر حیدر په وینا لسګونه روغتیاپالان د راډیولوژۍ په برخه کې روزل شوي دي. افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د تکړه متخصصو ډاکترانو او د روغتیايي چوپړونو له کمښت سره مخ دی.
































