د بلخ پوهنتون نوې سیمې ته د تخته پل د اوبو رسولو نیمګړې پاتې پروژې چارې بېرته پیل شوې. یاده پروژه د ۲۵۸ میلیونو افغانیو په لګښت پلي کېږي چې په بشپړېدو سره به یې سل زره کسان او د پوهنتون زده کړیالان له پاکو اوبو برخمن شي. په پام کې ده چې د دغې شبکې پاتې چارې په دوو میاشتو کې بشپړې شي. قراردادي شرکت وايي، هڅه به وکړي، چې د اوبو د یادې شبکې چارې په خپل وخت بشپړې کړي. د بلخ اوسېدونکي وايي، چې مخکې د پاکو له جدي ستونزو سره مخ وو، چې د دغې شبکې په جوړېدو سره به یې دغه ستونزې هواره شي.
































