د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لغمان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ځایي چارواکو دغه ولایت کې دوه تاریخي سیمې موندلي دي. په خبرپاڼه کې لیکلي شوي، چې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په مشلې کمر سیمه کې د خزانې غونډۍ او د همدې ولسوالۍ په عزیزخان کڅ کې د شاه زمان غونډۍ هغه موندل شوې سیمې دي چې تاریخي اهمیت لري.
































