د هند په اتراکهند کې د يوه تونل د جوړولو پر مهال یې د سقوط له کبله لږ تر لږه ۴۰ کارکوونکي له تېرو ۲۴ ساعتونو راهېسې بند پاتې دي چې د ژغورنې چارې یې دوام لري. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا تونل د لومړي وزير مودي د سړکونو د پروژې مهمه برخه ده. په هند کې د ژغورنې عمله له يوه رالوېدلي تونل څخه د تقريباً ۴۰ هغو ساختماني کارګرو د ژغورنې هڅې کوي چې له پرون ورځي سهار راهیسې بند پاتې دي. د اتراکهند د اتر کاشي سيمې دغه تونل د جوړېدو په حال کې وو. د دغه ایالت د بحران مديريت ادارې يوه کارکوونکي درګيش راټهودي، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د څلور نيم کيلومتره اوږده تونل کابو ۲۰۰ متره ساحه رالوېدلې ده. هندي رسنیو د چارواکو له قوله ویلي دي بند پاتې کارکوونکي خوندي دي او تماس ورسره نيول شوی دی. د چارواکو په حواله په تونل کې د اوبو د پايپونو له لارې کارکوونکو ته آکسيجن انتقاليږي.
































