د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه په دغه ولایت کې چارواکو ته ۱۰۰۰ ژمنۍ خیمې وسپارلې. د هرات په وروستیو زلزلو کې د دغه ولایت تر لسو ډېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر بې کوره شوي دي. د ترکیې د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، په هرات کې د «ټیکا» دفتر مشر عرفات دینیز ویلي چې، دغه خیمې د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو ته ورکړل شوې دي. تېره میاشت په هرات ولایت کې د پر له پسې زلزلو له امله شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ. ملګرو ملتونو هم اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو ۱۱ زره او ۴۰۰ کورنیو ته یې خیمې وېشلې دي.































