د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالي کې د هوایي برید له امله د ملکي وګړو وژل کېدل غندلي او په هېواد کې یې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پخوانی ولسمشر د افغانانو وژنه، له هر لوري او په هر عنوان چې وي بشري ضد جنایت، د افغانانو په ضد عمل بولي او په روانې پردۍ جګړه کې پر ښکېلو افغاني خواوو غږ کوي چې له ورور وژنې لاس واخلي. خبرپاڼه کې راغلي کرزی یو ځل بیا د جګړې پر دواړو لوریو غږ کوي چې د افغانانو د ژوند ساتنې او ملي ګټو ته په پاملرنه دې د سولې هڅې ګړندۍ کړي.
































