د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتلي دي. په اسلامي اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په دې لیدنه کې دوه اړخیزې اړیکې، په ځانګړي ډول کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموال، هېواد ته د افغان کډوالو د اموالو انتقال او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
































