د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د الشفا په نوم د غــــزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د الشفا روغتون پارکېنګ کې څه باندې ۱۵۰ مړي پراته دي او د سختې جګړې له کبله څوک د ښخولو لپاره نشي ورتلی. ډاکترانو ویلي چې د مړو ورستېدو د ناروغیو خپرېدو اندېښنه پیدا کړې ده. .
































