د پاکستان د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي ويلي، چې له دغه هېواده په شاوخوا ۳۰۰زره ستانه شوو افغان کډوالو کې یوازې اته زره یې حکومت ايستلي او نور په خپله خوښه وتلي دي. نوموړي د دغه هېواد سنا مجلس ته په وينا کې ويلي: “هغوی هیچا د لاسه نه دي نیولي چې ورته ووایي له دې ځایه پاڅه په ټرک کې کېنه. ” هغه وايي، چې دوی د کډوالۍ کارت لرونکو کډوالو سره تراوسه هېڅ غرض نه دی کړی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د دې پرېکړه سره ډېری هېوادونو او ټولنو غبرګون ښودلی او دا يې يو ناعادلانه پرېکړه بللې ده.
































