افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ويلي، چې تېره ورځ یې دوحه کې د خوړو نړيوال پروګرام سربېره د افغانستان لپاره له يو شمېر نورو مرستندویه ټولنو سره ناسته کړې ده. نوموړې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چې امریکا لا هم افغانانو سره ستر مرسته کوونکی هېواد دی او اړتیا ده چې افغانستان کې د خپل هر لګېدونکي ډالر حساب ورکړي. هغې زیاته کړې چې افغانان له ورپېښو ناورینونو څخه د خلاصون لپاره مرستو ته اړتیا لري.
































