د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم کې «هارون خېل» منځیني ښوونځي ته د یو کس په شخصي لګښت ودانۍ جوړه شوه. دغه ښوونځی له بریتانیا څخه د نوي راستون شوي افغان همایون بهادر په شخصي لګښت په پاخه او اساسي شکل په یو پوړ کې جوړ شوی چې ۳۵ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی. دغه ښوونځی ۸ درسي ټولګي، په لمریزه برېښنا سمبال څاه او نور اړین ملحقات لري چې په جوړېدو سره شاوخوا ۶ سوه زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو. نوموړي کس د یاد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو تر څنګ ۹ ښوونکو او ۴۰۰ زده کوونکو ته یې د پوهنې په رنګ د ښوونځي جامې هم جوړې کړې دي. د هارون خېلو د هلکانو او نجونو لومړنی ښوونځی ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوی، چې شته ۴۵۰ زده کوونکو یې د تاسیس له پیله تر اوسه په خیمو کې زده کړې کولې.
































