د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون د تورخم او سپین بولدک له لارو ۵۶۴۰ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول. کندهار ولایت کې د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۷۴۶ کورنۍ چې ټولټال ۴ زره او ۸۵ تنه کېږي او اته تنه یې بندیان دي د سپین بولدک له لارې په جبری توګه راستانه شوي. په سرحدي امریت کې د نوم ثبتولو وروسته له هرې کورنۍ سره لس، لس زره افغانۍ مرسته هم شوې ده. همدارنګه د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۲۹۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۵۵ تنو ته رسېږي په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي دي. سرچېنو ویلي، چې راستانه شوي کډوال د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
































