د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې له سلګونه زره افغان کډوالو څخه د سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي. دغه سازمان پرون په یوه بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو نیول، خپل هېواد ته د هغوی ستنول او پراخې ځورونې بندې کړي. بیان زیاتوي چې په لږترلږه اوو توقیف ځایونو کې نیول شویو افغان کډوالو ته د مدافع وکیل د لرلو او له خپلو کورنیو سره د لیدلو قانوني حقوق نه دي ورکړل شوي.
































