فلای دوبۍ هوایي شرکت له یوې اوږدې مودې ځنډ وروسته نن ورځ کابل ته خپل پروازونه پیل کړل. ویل کیږي چې فلای دوبۍ به هره ورځ د کابل-دوبۍ تر منځ درې پروازونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره هېواد ته ډېریو بهرنيو هوايي شرکتونو خپل پروازونه ځنډولي وو.
































