د چين ولسمشر شي جين پينګ پرون مازدیګر په ځانګړې الوتکې کې د امريکا سانفرانسيسکو ته رسېدلی دی. نوموړی به د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنې د دغه هېواد په سانفرانسیسکو کې د چين او امريکا د مشرانو په غونډې کې او همدارنګه د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰ مې غير رسمي غونډې کې ګډون وکړي. د کاليفورنيا د ايالتي مشر ګاوين نيوسوم او د مالي چارو د وزيرې جانيټ ايلين په شمول د امريکا لوړپوړو چارواکو په هوايي ډګر کې د دولت رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی دی.
































