د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې یې له ۱۳ زیانمنو روغتیايي مرکزونو سره د مرستې لپاره خیمې او کانټینرونه جوړ کړي دي. د دغه سازمان په خبره، څه باندې ۴۸ زره کسانو له دغې لارې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. په هرات کې تېره میاشت د پرله پسې زورورو زلزلو له امله ۲۵۰۰ کسان مړه شوي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغو زلزلو کې څه باندې درې زره کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا دوه زره نور کورونه سخت زیانمن شوي دي. د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ يوه له هغو سيمو څخه وه چې تېره مياشت د زلزلې له امله په کې تر ټولو زيات زيانونه اوښتي دي.
































