د پولیو د له منځه وړلو بیړني مرکز مسوولین وايي چې د دغه ویروس په هکله ټولنه کې عامه پوهاوی تر اکثریت خلکو رسیدلی چې له امله یې واکسیناتورانو سره اجتماعي چلند کې هم مثبت بدلون راغلی. تر دې وړاندې په کابل او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د سواد کچه او پوهاوی د ګوزڼ واکسین دګټو په اړه ټیټه وه خو اوس ورو ورو دې حالت کې مثبت بدلون راغلی او زیات شمېر خلک خپل کوچنیان د پولیو په مقابل کی واکسینوي. په هېواد کې د سواد ټیټه کچه او اطرافونو کې د ګوزڼ په هکله د پوهاوي پروګرامونو کم ترسره کیدل هغه لاملونه ښودل شوي، چې د واکسیناتورانو سره د خلکو چلند باندې یې منفی اغېزه لره او حتې په ځینو ساحو کې به واکسیناتوران خپل کار ته هم نه پرېښودل کېدل. د روغتیایي کارپوهانو په باور که د ښاري سیمو غوندې په لرې پرتو سیمو کې هم د پوهاوی پروګرامونه چټک شي د پولیو په واړندې شته منفي ذهنیت به هم ژر لمنځه لاړ او واکسیناتورانو ته به د کار مساعد چاپیریال جوړ شي.
































