د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. په کراچۍ بندر کې له لږ تر لږه درېیو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو شاوخوا درې زره کانټینرونه بند پاتې دي. د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د دې کانټينرونو د خوشې کېدو په اړه له پاکستاني چارواکو په تېره بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبري کړې دي. د فرانسپرېس په یوه راپور کې راغلي چې عزیزي له جیلاني غوښتي د افغان سوداګرو دا زرګونه کانټینره مال خوشي کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې د سیمه ییزې سوداګري او اتصال پراختیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ډله ییزو اقداماتو باندې ممکنه ده.
































