د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې پرون څه باندې ۸ زره کډوال له پاکستان او له دوه زره ډېر له ایرانه راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو شمېر کډوال په خپله خوښه او ډېر شمېر یې په زور له پاکستان او ایرانه اېستل شوي دي. د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پرون ۵۵۰۵ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي. د دغه وزارت په خبره دغه کسان د پاکستان له لوري په زور اېستل شوي دي. کډوالو چارو وزارت، دغه راز ویلي، چې ۲۷۳۰ تنه افغان کډوال پرون د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه افغان کډوالو کې یو شمېر یې په زور او یو شمېر نور یې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
































