د سمنګانو ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د سمنګانو د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو آمر سید جلال زبیر وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
































