د سولې ولسي مجمع له ولسمشر غني غواړي چې تر اختر مخکې دې طالب بندیان ازاد کړي. د سولې ولسي مجمع غړي وايي، چې حکومت دې د پاتې بندیانو په ازادولو کې خنډ او ځنډ نه رامنځته کوي او ژر تر ژره دې دواړه اړخونه بندیان ازاد کړي څو افغان وژنه ودریږي. دیني عالمان پر ولسمشر غني غږ کوي چې د بندیانو د نه خلاصون له امله د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده او هره ورځ لسګونه ملکي افغانان وژل کیږي. دیني عالمان وايي چې دوی له بهرنیانو د سولې د ټینګښت انتظار نه لري خو ټینګار کوي چې له افغانستانه یې وتل کولی شي چې امنیتي وضعیت کې بهبود رامنځته شي. دوی وايي چې په اوسنیو شرایطو کې بهرنیان په امنه فضا کې ژوند کوي خو افغانان هره ورځ قرباني ورکوي چې پکار ده حکومت اوسني وضعیت ته پام وکړي او د مقابل اړخ غوښتنې ومني.
































