د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې وچکالۍ د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره چې د عاید بله سرچینه نه لري، یو ناورین رامنځته کړی دی. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن پر خپله ټویټر کې د بادغیس ولایت د یوه بزګر ویډیو خپره کړې چې پکې دی په سیمه کې د وچکالۍ د ناوړه پایلو خبره کوي. د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا بادغیس د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې تر ټولو زیات وچکالۍ ځپلی دی. د پاملرنې نړیوالې موسسې د تېرې وږي په میاشت کې د یوې سروې پایلې خپرې کړې او ویلي وو چې د افغانستان د ۷۸ سلنه وګړو میاشتنی عاید کم شوی چې یو لامل یې هم په دې هېواد کې پرلپسې وچکالۍ ښودل شوې وې.
































