د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تورخم ته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په موخه سفر کړی یو شمېر کډوالو سره یې نغدي مرسته کړې ده. نوموړي کډوالو ته ډاډ ورکړی، چې دوی سره به یې مرستې دوام لري او نږدې راتلونکي کې به د مرستو راټولېدا په موخه امریکا او انګلستان هېوادونو ته سفر وکړي. نوموړي زیاته کړه کډوالو سره د مرستې لپاره به هغه بیټ چې نړیوال جام کې یې پرې ټولې لوبې کړي او د پاکستان پر وړاندې یې د لوبې ګټونکی شاټ او پرې وهلی بولۍ ته وړاندې کړي. ورته مهال راستنېدونکي کډوال هم د ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د نوموړي له مرستو یې مننه وکړه.
































