د راپورونو له مخې اسراییلي ځواکونو د غـــــزې پر لوی روغتون چې ویل کېږي، په زرګونو ناروغان او د سيمې اوسېدونکو په کې د جګړو له امله پناه اخیستې، عملیات پیل کړي دي. ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د غزې پر لوی روغتون د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په اړه د خطر زنګ وهلی او غوښتنه یې کړې چې په دې روغتون کې د زرګونو ناروغانو او ولسي وګړو باید ساتنه وشي. اسراییل وایي، په دغو عملیاتو کې د دغه روغتون تر ځمکې لاندې تونلونو کې د حماس د قوماندې مرکز په نښه شوی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږه کوونکي ویلي چې په دې روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو، ناروغانو، روغتیایي کارکوونکو او ټولو ملکي وګړو خوندیتوب باید د ټولو اندېښنو په سر کې وي.
































