ایراني رسنۍ وایي، دوو امریکایي جيټ الوتکو د سوریې په حریم کې د ایران د سپرلۍ الوتکې ته په خطرناک ډول نږدې شوې دي، خو امریکايي چارواکي دا ادعا ردوي. امریکایي چارواکي وایي، الوتکه یې د دې لپاره ارزوله چې وویني خپل ځواکونه یې امنیت کې دي که نه. خو د ایران دولتي رسنۍ وایي، خطرناک مانور سره د امریکا دوه جنګي الوتکې د ماهان الوتکې سره تېرې شوي او پیلوټ د ټکر د مخنیوی لپاره سملاسي لوړوالی کم کړی دی، چې له امله یې څو مساپر ټپي شوي هم دي. دا الوتکه له تهران د لبنان بېروت ته روانه وه. د ایران ایرب له خوا خپره شوې ویډيو کې له الوتکې یوه جیټ الوتکه له کړکۍ ښکاري او هم د یوه مساپر مخ په وینو سور دی. خو د امریکا پوځ لږ وروسته وویل، چې د اېف ۱۵ جېټ الوتکه په خوندي واټن وه.
































