د ترکیې شارژدافیر ویلي، چې افغانستان ته د ترکیې یو بل ریل ګاډی مرسته په لاره ده. نوموړي دغه څرګندونې د افغاني سرې مياشتې له رييس سره په ليدنه کې کړي او ويلي چې دا مرستې به له رارسېدو وروسته د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د پاکستان پولو ته نږدې پر راستنو شوو کډوالو ووېشل شي. دغه راز د سرې مياشتې ټولنې رييس هم ويلي، چې په تېرو ۲ کلونو کې ترکیې له هر چا زیات د افغانانو لاسنیوی کړی او افغاني سرې میاشتې ته یې په سختو حالاتو کې د همکارۍ لاس ورکړی.
































