د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي، چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۲۵ افغانان انتقال کړي. دغې ادارې پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې له دې سره يې دغه هیواد ته د روان ۲۰۲۳ ترپایه د ۴۰ زرو افغان کډوالو د انتقالولو ژمنه هم پوره کړې. يادې ادارې زياته کړې، چې کاناډا ته دا نوي رسیدلي افغان کډوال به ددغه هیواد په ۳۱ سیمو کې ځای پر ځای شي. د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي، له دې هدف وروسته په شرایطو د برابرو نورو غوښتنلیکونو باندې چې د مخه ترلاسه شوي کار روان دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د مخکنی حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې وي، دغه هیواد ته انتقال کړي.
































