د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني وايي، په افغانستان کې مثبته خبره دا ده چې په دغه هېواد کې په نړيواله کچه فساد کم شوی دی. هغه د اسلام اباد پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ کې ويلي، افغانستان خپل عوايد په داسې کچه لوړ کړي چې نړيوالو پېژندلي. ده زياته کړې، په دغه هېواد کې امنيت ښه شوی او د مخدره توکو کښت تر بل هر وخت په ټيټه فيصدۍ کې دی. دراین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د يو شمېر پاکستاني چارواکي د افغانستان سرپرست د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.
































