د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان موقت حکومت لخوا د چمن پرلت ملاتړ په تور د سیاسي رهبرانو او فعالانو نیولو ته اندېښنه ښودلې. دغه سازمان په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان ملي اسامبلۍ پخوانی غړی علي وزير هم دوه ورځې وړاندې د یاد پرلت څخه د ملاتړ په تور د پاکستان پولیسو له لوري نيول شوی دی. د غه سازمان د پاکستان له موقت حکومته غوښتي چې د بیان ازادۍ درناوی وکړي او د سیاسي مشرانو او فعالانو له نیولو دې ډډه وکړي. چمن کې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې اوسېدونکو نږدې یوه میاشت وړاندې د پاکستان موقت حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت پیل کړی چې پر کرښه یې تګ راتګ پر پاسپورټ مشروط کړی دی
































