د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال کاپیسا کې يوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان کې کافي اندازه اوبه شته او سرپرست حکومت یې د ښه مدیریت وړتیا لري. نوموړي زياته کړې، چې راتلونکو لسو کلونو کې به د افغانستان د اوبو ارزښت له پټرولو څخه لوړ شي. دی وايي: “نور مونږ خپلې اوبه چاته نه ورکوو، نه یې چاته ورپریږدو.” هغه دغه راز ويلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره، په هېواد کې جنګ او زورواکي پای ته رسېدلي، د افغانانو ترمنځ ملي يووالی لا ټينګ شوی او ډلې تپلې له منځه وړل شوې دي. دده په وينا، سرپرست حکومت هېچا ته د افغانانو ترمنځ د نفاق او په هېواد کې د ګډوډۍ اجازه نه ورکوي.
































