د نومبر په ۱۵مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د امريکا په سان فرانسيسکو کې د دغه هېواد له ولسمشر جو بايډن سره ملاقات وکړ. ښاغلي شي جین پينګ ویلي، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې بلل کیږي. نو موږ دې په بدلېدونکي نړيوال حالت کې دغو اړيکو ته سمه کتنه وکړو تر څو نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو، بلکې د انساني ترقۍ لپاره به خپله دنده ادا کړو. د چين او امريکا ترمنځ اړيکې پر نړۍ څه اغيزه لري؟ په دې اړه د چين د سي جي ټي اېن خبريالې غاټول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز د سيمه يیزو چارو له څېړونکي عمران ذکريا سره مرکه کړې ده. هغه ويلي چې د امريکا او چين ترمنځ دوه اړخيزې ښې اړيکې نه يوازې د همدغو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره ګټورې دي.
د ښاغلي ذکریا په اند چين او امريکا د نړۍ په کچه دوه ستر قدرتونه دي چې دوه اړخيزې اړيکې يې خورا مهمې دي. چین په اقتصادي برخه کې د لیدو وړ پرمختګونه کړي او دا د نړۍ لپاره یو ښه زيری دی. امريکا دې د چین پرمختګ ته په سمه توګه وګوري. ښاغلي عمران ذکریا وویل، چې د چین د مشرانو تېر تاريخ ته په کتو دوی تل هڅه کړې چې په خپل ګاونډ، سيمه او نړۍ کې د سيالۍ پر ځای همکارۍ پرمخ يوسي. نو په يووېشتمه پیړۍ کې د چين راپورته کېدل او پرمختګ په اقتصادي برخه کې د نړيوال پرمختګ لپاره ښه خبر دی تر څو چین وکولی شي چې له امريکا سره څنګ په څنګ د نړۍ د پرمختګ او ترقۍ لپاره نوي ګامونه پورته کړي. په ورته وخت کې امريکا بايد په خپل څنګ کې راپورته کېدونکي چين ته په ښه نظر وګوري تر څو د همکارۍ روحيه لا پسې پياوړې شي. ښاغلی عمران ذکریا باور لري چې د رئيس شي جين پینګ او ولسمشر جو بايډن ترمنځ د ملاقات له کبله د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې لا نورې هم ټينګې او پراخې شي.
تر دې ملاقات وروسته رئیس شي جين پینګ د امریکايي ملګرو ټولنو په مېلمستيا کې ویلي، چې موږ په داسې يوه زمانه کې ژوند کوو چې نه يوازې له بدلونونو او ننګونو سره مخ ده، بلکې له هيلو څخه هم ډکه ده. د نړۍ روښانه راتلونکی د چين او امریکا ترمنځ همکارۍ ته اړتيا لري. چين او امریکا په جلا جلا توګه په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېوادونو په توګه بايد يو له بل سره ښه چلند وکړي او د دوو لويو هېوادونو په توګه دې خپل مثبت رول ولوبوي. د يادو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله ښاغلي عمران داسې ويلي چې د چین او امریکا ترمنځ اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو ملتونو لپاره هم خورا زیاتې له اهمیت څخه ډکې دي. دغه اړيکې د نړۍ ثبات، اقتصادي پرمختګ او همدارنګه امنیت لپاره نه یوازې دا چې اړینې دي، بلکې د نړۍ د سولې د ټینګښت لپاره برخلیک ټاکونکې دي. نن ورځ د نړۍ په یو شمېر هېوادونه جګړې تجربه کوي، چې چین او امريکا کولای شي په ګډه د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. د نړۍ په درېیمه درجه هېوادونو کې لوږه او بېکاري د پراخېدو په حال کې ده، چې چین کولای شي له خپلو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په یادو هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګ په موخه یو شمېر پروژې تطبیق کړي، ترڅو په یادو هېوادونو کې د بېکارۍ کچه راټیټه او اقتصادي پرمختګ تجربه کړي. دا چې امریکا او چین د نړۍ دوه ستر اقتصادي قدرتونه دي، نو اړیکې یې هم د نړۍ د نورو ملتونو لپاره خورا مهمې دي، چې دواړه په ګډه کولای شي د نړۍ د ښېرازۍ لپاره خپلې هلې ځلې شریکې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ روحیه پیاوړې کړي.
د ده په اند په نړۍ کې د دوو لویو هېوادونو ترمنځ همکارۍ هم افغانستان ته ګټې راوړلی شي. دا چې دغه دوه اړخيزې اړيکې افغانستان ته څه ګټې رسولی شي، هغه یې په اړه داسې وويل ((د امریکا او چین دوه اړخیزې ښې اړیکې نه یوازې د همدغو هېوادونو د وګړو لپاره، بلکې د نړۍ نورو ملتونو لپاره هم ګټورې دي.)) افغانستان د ځانګړي جغرافیايي موقعیت له امله د تاریخ په اوږدو کې د جیوپولیټیکو سیالیو له امله قرباني شوی دی. په افغانستان کې تازه جګړه پای ته رسېدلې او د مګړۍ ثبات تجربه کوي، نو د اقتصادي پرمختګ په موخه ښې زمینې برابرې دي. امریکا او چین دواړه د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د پام وړ تجربې لري چې کولای شي په افغانستان کې د ملي او سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې همکارۍ وکړي او دا هغه مهال شونې ده چې دواړه نړیوال قدرتونه د افغانستان په اړه ګډه همغږي ولري. په ورته وخت کې له افغانستان څخه د چین او امريکا ګډ سیاسي ملاتړ کولای شي چې افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه را واړوي، ترڅو وکولای شي د افغانستان په ثبات کې د پام وړ رول ولوبوي او همدارنګه د افغانستان د زېربناوو د بیارغونې له لارې به دغه هېواد وکولای شي د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ رولو تر سره کړي.
































