په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان حکومت هوکړه کړې چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند مالونه سملاسي پرېږدي. دغه سفارت پرون پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې دا هوکړه کړې ده. د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت وزیرانو هم ګډون درلود. د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي تېره اونۍ ویلي و، اسلام اباد په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر څلور زرو ډېر کانتینرونه ایسار کړي دي. نوموړي د پاکستان دا ګام د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ خلاف وباله او زیاته یې کړه، چې د مالونو له ځنډېدو سره امکان شته افغان سوداګر په میلیونونو اضافي مالیه پرې کړي.
































