په کابل کې د امریکا سفارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې لپاره څه باندې ۳۶،۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او د نړیوال بانک له لارې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې پر مهال د افغانستان د روغتیا او پوهنې د سکټورونو او د ولایتي ادارو د ملاتړ لپاره یې د ۹۰ میلیونه ډالرو مرستې د سپارلو بهیر چټک کړی دی. کابل کې د امریکا د سرپرست سفیر راس وېلسن له قوله راغلي چې وايي، دا مرسته داسې مهال کېږي چې افغانستان د کرونا ناروغۍ له اثراتو سره د مبارزې په حال کې دی. وېلسن وايي چې متحده ایالات له افغان حکومت، مرستندویو ټولنو، د بشري مرستو له نړیوالو شریکانو او خصوصي سکټور سره په اړیکه کې دی څو په افغانستان کې د دې وبا پر ضد د مبارزې لپاره د هغوی ملاتړ جلب کړي.
































