د ترکیې ساحلي ځواکونو ۴۹ افغان کډوال چې د یونان له سواحلو څخه د چاناک کلا ښار ته ایستل شوي وو نیولي دي. د دغو کډوالو کښتۍ د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا د ایواجیک له سواحلو څخه د ترکیې د اوبو په لور درول شوې وې. ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي ساحل د ساتونکو قوماندانۍ دغه کډوال ژغورلي او په ایواجیک کې یې توقیف ځای ته سپارلي دي. دغه پناه غوښتونکي په دوو پلاستیکي کښتیو کې د چاناک کلا ښار سواحلو ته څېرمه په اوبو کې روان وو. په یو بل خبر کې د ترکیې ټي ار ټي ویب پاڼې ویلي، چې د بالیکسیر ښار په ایوالیک سیمه کې ۲۴ ناقانونه کډوال نیول شوي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه د یونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي.































