له فلای دوبۍ وروسته اېر عربیه شرکت هم غواړي کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړي. فلای دوبۍ د چهارشنبې په ورځ له څه باندې دوو کلونو وروسته افغانستان ته الوتنې له سره پیل کړې. په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د ایر عربیه هوايي شرکت عملیاتي ريیس د افغانستان له جنرال کونسل عبدالرحمن فدا سره په کتنه کې کابل ته د خپل هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیلولو اراده څرګنده کړې ده. د افغان کونسلګرۍ په وینا جنرال کونسل اوس په دې اړه په کابل کې د هوايي چلند له وزارت سره خبرې کوي چې کابل ته د ایر عربیه د الوتنو پیل نهايي کړي.
































