ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریللارې، چې افغان ټرانس بلل کېږي، پر جوړولو يې شاوخوا ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي. په وروستیو ورځو کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر ایلخوم ماخاموف له پاکستاني چارواکو سره د افغان ټرانس په شمول د دوو هېوادونو ترمنځ د افغانستان له لارې د ترانسپورت پر بېلابېلو طرحو خبرې وکړې. دوی د افغان ټرانس پروژې پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا پروژه له یوې خوا مزل لنډوي او له بلې خوا د ترانسپورت لګښت کموي. د تېر کال په ډسمبر کې پاکستان اټکل وکړ چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي. اوس تازه اټکل ښيي چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي. ترانس افغان ریللار له مزارشریف څخه پیلېږي او د خوست ولایت تر غلام خان بندر پورې رسیږي.
































