عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۶۰ تنه په کرونا وبا اخته شوي او ۱۴ تنه نور ترې مړه شوي دي. روغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا وبا د ۵۵۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۰ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر۳۵۹۸۸ تنو ته پورته شوو. دغه وزارت وايي چې له یادو پېښو څخه ۷ په کابل، ۱۸ هرات، ۱ کندهار، ۱۱ بامیان، ۱ ننګرهار، ۶ بادغیس،۴کندز،۱ بدخشان،۱ پروان، ۱ لغمان ۵ کونړ، ۲ پنجشېر او ۲ په کاپیسا ولایت کې ثبت شوي دي. همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په کابل او هلمند ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنه مړه شوي چې ۱۳ تنه یې یوازې په کابل کې دي. له دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۲۵ تنو ته ورسېد.
































